د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲ بېلا بېلې پروژې پرانیستې.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۵۶
Hsbbbsjnxnd

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په داسې حال کې چې د دغه وزارت معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او محصلینو هم حضور درلود، د یادو پروژو په پرانیسته خوښي وښوده. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مخکنیو امنیتي ستونزو او د تېرې ادارې د حکامو ظلم ته په اشارې سره وویل: «له فتحې مخکې د افغانستان خلک د نا امنۍ او د اشغالګرانو له ظلمونو څخه د ډېرو ستونزو شاهدان وو او هر سهار به یې د کورنۍ د غړو په شهادت او زنداني کولو سره پیل کاوه، چې له نېکه مرغه اوسمهال د هېواد په کچه د لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.» 

نوموړي د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په اړه وویل چې د ا.ا.ا مشرتابه همېشه د دغه وزارت له علمي او زېربنایي پروژو څخه ملاتړ کړی او په عمل کې یې ثابت کړی دی. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له استادانو او محصلینو وغوښتل چې د ډلو او جریانونو د منفي تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي او د علم پر زده کړه تمرکز وکړي. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۲۲ پروژو پرانیسته، د دغه پوهنتون د اړتیاوو په پوره کولو او ستونزو حل کې ګټورې وبللې او له استادانو او محصلینو یې وغوښتل چې له شته امنیت او خپلواکۍ څخه په استفادې د هېواد په پرمختګ، ابادۍ او د علم په تولید کې هڅه وکړي. 

دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردار ولي صالحي د یادو پروژو د تمویل له کبله د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په دغو پروژو کې د ودانیو ترمیم او بیاجوړونه، د لابراتوارونو او دفترونو تجهیز،د لیلیې محصلینو د البسې تدارک، د خوړنځای تجهیز او د یاد پوهنتون د ۸ پوهنځيو د اړتیا وړ کتابونو تهیه او تدارک شامل دي. 

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد له سترو پوهنتونونو څخه دی، چې په انجنیري څانګو کې فعالیت کوي او هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته وړاندې کوي. 

نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الاول ۳۰مه

۱۴۰۳هـ.ش، د میزان ۱۲مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر ۳مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS