د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبکستان سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۰:۵۰
sdsdfsdfsdf


په دغه کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره وویل، ازبیکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې مخلصانه او صادقانه همکاري کوي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې داخلي او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د ازبکستان له سفیر څخه په بلخ ولایت کې د یوې نوې مدرسې او جومات د جوړېدو له امله، چې د یاد هېواد له خوا جوړېږي، مننه وکړه او د دا ډول همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
ورپسې په کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف سرپرست وزیر ته د لوړو زده کړو په ګډون د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د دواړو لوریو ترمنځ په یو شمېر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د یادولو وړ ده چې د ازبکستان سفیر سرپرست وزیر ته بلنه ورکړه، چې په یو مناسب فرصت کې د هغه هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي، چې د سرپرست وزیر لخوا یې هرکلی وشو.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS