د لوړو زده کړو علمي معين د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د رييس په جنازه کې ګډون وکړ

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۶:۳
g

د لوړو زده کړو وزاړت علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د افغانستان د کرنې او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د رييس پوهنمل حضرت مير توتاخيل د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

پوهنمل بالاکرزي د هغه مړينه د لوړو زده کړو وزارت کورنۍ له پاره يوه ستره ضايعه وبلله. پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د مرحوم توتاخيل د خدمتونو يادونه وکړه او د علمي کادر د غړي او کندهار پوهنتون او د کرنيزې ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د رييس په توګه يې د هغه د تېرو دورو د خدمتونو يادونه وکړه، د هغه مرګ يي ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله.

علمي معين د مرحوم توتاخيل کورنۍ او دوستانو ته تسليت ووايه او ارواښاد ته يې د فردوس جنت او خپلوانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS