د لوړو زده کړو علمي معين د کندهار پوهنتون له مسئولانو سره وکتل
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي کندهار ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د دې ولایت له مسئولانو، د دولتي او خصوصي بنسټونو له استادانو سره د جلا جلا کتنو په ترڅ کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.
په دې ناستو کې استادانو او مسئولانو کندهار ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي د ورتګ په اړه د خوښۍ ښودلو په ترڅ کې خپلې ستونزې اوغوښتنې د دې وزارت له علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي سره شریکې کړې.
پوهنمل بالاکرزي د کندهار ولایت د خصوصي بنسټونو د مسئولانو سره په جلا جلا کتنو کې د تقنیني سندونو د تطبیق او په خصوصي بنسټونو کې د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
هغه همدارازد کندهار پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون پر مهال د لوړو زده کړو وزارت نظریات، ستونزې او د رهبرۍ او علمي کادر د غړو طرحې، د محصل او استاد او همداراز د ملکي خدمتونو د اداري کارمندانو ترمنځ د معقول نسبت او تناسب او د محصل د جذب د ظرفیت، تحصیلي بورسونو، په عینو مېنه کې د پوهنتون زمکې د غصب او د احاطې د ېوال ستونزې،د یو باب مسجد جوړول او د یو شمېر نورو زیر بنايي پروژو، د پوهنتون د چاپېریال د زرغونتیا په پار د اوبو د کمښت ستونزه، د هغو پروژو حل چې کلونه پخوا پيل شوي دي او تر اوسه ندي بشپړې شوي، د مرکزي اداراتو او پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتیدا ټینګار، په مرکز کې د ولایتي بنسټونو د اسنادو پر وخت طی مراحل کولو،په مرکز کې د استادانو د اوسیدو ستونزې، د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د انکشافي بودجې زیاتوالي او ورته نورو موضوعاتو په اړه د هغوی غوښتنې او نظریات واوریدل او په دې اړه يې ځوابونه ورکړل.