د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د البيروني او پنجشير د لوړو زده کړو د بنسټونو له مسولينو سره وليدل

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولينو سره د خپلو ليدنو په لړ کې، دا ځل د البيروني او پنجشير لوړو زده کړو بنسټونو له رهبري او استادانو سره په بېله توګه وليدل.
په دې ليدنه کې د يادو بنسټونو مسوولينو د خپلو اړوندو تحصيلي بنسټونو په اړه د لنډو معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ، د لوړو زده کړو د نوماند او سرپرست وزير په توګه د دوکتور عباس بصير د ټاکنې مبارکي وويله، ژمنه يې وکړه چې د پروګرامونو د پلي کولو په برخه او د دې وزارت د لومړيتوبونو په اړه به هر اړخيزې هڅې کوي.
همداراز په دې ليدنو کې د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير دوکتور عباس بصير د خپلو کاري لومړيتوبونو په اړه څرګندونې وکړې چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري به د هېواد د لوړو زده کړو د تحصيلي بنسټونو په همکارۍ او د تېرو اغېرناکو پروګرامونو په پرلپسې والي سره؛ د تحصيلي نظام د پراختیا او پياوړتیا په موخه له کمي او کيفي پلوه له نوې رهبرۍ سره کار وکړي او په دې برخه کې ځينې پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري چې يو پر بل پسې به پلي او عملي شي.
نوموړي د لوړو زده کړو د درېيم ستراتيژيک پلان په اړه هم خبر ورکړ، څرګنده يې کړه چې د دې پلان مسوده به له بشپړېدو وروسته د غني کېدو له پاره له پوهنتونونو سره شريکه شي.