د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير د دولت له يو شمېر چارواکو سره وليدل

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر له یو شمېر دولتي اراکینو او ملي شخصیتونو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې د دې وزارت د نویو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
ډاکټر عباس بصیر په دغو کتنو کې چې د ولسمشر له سلاکار او د کندهار د خرقې مبارکې له مسؤل مسعود آخندزاده، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري معین عارفه طیب، د ولسي جرګې د پخوانیو او اوسنیو وکیلانو، د کندهار ولایت د یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره يې درلودې د لوړو زده کړو د نظام د ځواکمنتیا په موخه د دې وزارت په طرحو او پروګرامونو رڼا واچوله او له هغوی سره يې د لوړو زده کړو وزارت د مثبتو بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل.
په دې لیدنو کې ښاغلي عباس بصیر د قومونو ترمنځ د یو بل د منلو د فرهنګ په دودیدا او د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې ترڅو دغه وزارت د ملي یو والي په ټینګښت او د مختلفو قشرونو ترمنځ د یوبل منلو د روحیې د ځواکمنیدا په برخه کې مهم او اغیزمن رول ولري.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همداراز وویل: د ځوانانو لپاره په خاصه توګه د کارموندنې په برخه کې ځانګړې برنامې لري او هڅه کوي چې د هېواد په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د کرنیزو علومو، معدنونو او لرغون پېژندنې څانګې ځواکمنې او پر عصري وسایلو مجهزې کړي.
وروسته ګډونوالو د لوړو زده کړو د نوې رهبرۍ د رغنده پروګرامونو څخه په ملاتړ خپله همکاري وښوده، ډاکټر عباس بصیر يې یو ملي ، اکاډمیک او د لوړو زده کړو لپاره اغېزمن شخص وباله.