د لوړو زده کړو وزارت اداري کارکوونکو ته د ساده شویو پروسو پلي کول د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای وموند

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۰:۱۱
Grdghc

 

په لوړو زده کړو وزارت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لخوا د ساده شویو پروسو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید او د پلي کولو پروسه يې پیل شوه. د یاد ورکشاپ په تنظیم او پرمخ وړلو کې دخیلو کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ستاینلیکونه وویشل شول.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې دا ډول ورکشاپونه په وزارتونو او ادارو کې د شفافیت رامنځته کولو لامل ګرځي، هغه زیاته کړه چې په اسلام کې هم د خلکو د خدمت لپاره اسانه او ساده لاره غوره شوې ده.

وروسته د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو عمومي رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله وویل، چې د خلکو د کارونو چټکتیا او خدمت لپاره دا پروسه په لاره اچول شوې وه چې اوس يې د پلي کولو وخت دی.

د یادولو وړ ده، چې په پای کې د وزارت د مسؤلینو لخوا د ورکشاپ تنظیمونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS