د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون نوبتي ناسته د دغه وزارت د تضمین کیفیت او عتبار ورکونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۶:۵
Hdfhdxv

 

په دغه کمیسیون کې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو اتحادیه غړیتوب لري، چې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل او کارونو د غوره والي په موخه ایجاد شوی دی. 

 په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د تېرې ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د کمیسیون د غړو له لوري د لوړو زده  کړو له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ، په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د روڼتیا او کیفیت پر څرنګوالي، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اقتصادي ستونزو، د واحد نصاب پر رامنځته کولو، د علمي کادر د استخدام پر څرنګوالي، د کانکور پر ازموینې او نورو اړوندو موضوعاتو بحثونه وشول. 

دغه راز د ځینو موضوعات لپاره کمېټې وټاکل شوې، تر څو اړوندې موضوعات دقیق وڅېړي او پایلې یې د کمیېسیون راتلونکې ناستې ته راوړي. 

د یادولو وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل، د دغه وزارت او اسلامي امارت د پالیسیو د عملي کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلي ځلې کړي دي

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS