د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې تر منځ د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي، د مقام دفتر رئیس عرفان الله وقاص، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال او د خصوصي پوهنتونو د اتحادیې اجرائیوي مشر عبدالله عبدالبر ګډون کړی و.
د ناستې غړو په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د درسي بهیر پر کیفیت لوړولو، معیاري کولو، د خصوصي تحصیلي سکټور د ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه د خصوصي سکټور او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د ښو اړیکو ټينګولو په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې وروسته له دې به اړتیا ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت یوه کمېټه د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره د همغږۍ ګډې ناستې ترسره کوي.