د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ ګډه غونډه نن د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۹:۵۹
ed

5جوزا1401 
د لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست ترمنځ ګډه غونډه نن د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا رئیس انجنير روح الله روحاني د تېرو ګډو ناستو پايلې روښانه کړې او د دواړو لورو ترمنځ يې د کلي موافقې په رامنځته کولو کې اغېزمنې وبللې.

ورپسې د اجنډا سره سم د غونډې غړو د لېسانس په پروګرامونو کې د دغه دفتر د فارغانو د شاملیدو سلنې، د یو کال تخفیف او د ځانګړې ازموینې په اړه  بحث او نظرونه تبادله کړل، په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونه دې د لا زیاتو بحثونو په موخه د یادو ادارو له مشرتابه غړو سره شریک شي.
د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د رياست د فارغانو او يو شمېر نورو مواردو په اړه ګډ نظر ته د رسېدو په موخه به، دې ته ورته نورې غونډې به په یادو ادارو کې جوړېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS