د لوړو زده کړو وزارت او د عدالت له پاره د مېرمنو مؤسسې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۹:۳۸
g

د یو تفاهم لیک پر بنسټ چې نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت او د عدالت لپاره د ښځو موسسې ترمنځ لاسلیک شو،  یادې موسسې ژمنه وکړه چې د دې وزارت دښځينه کارمندانو لپاره په تخنیکي او ظرفیت لوړولو برخو کې د جندر د مساواتو په موخه همکاري کوي.

 په هغو مراسمو کې چې په دې اړه دایر شول،د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش د یادې موسسې څځه د مننې ترڅنګ، د جندر په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل لوړو زده کړو وزارت د موثریت او لا ښه کار کولو په موخه د جندر د تساوي او د ښځو د وړتیاوو د ځواکمنولو په پار د جندر  آمریت ریاست  ته دلوړولو په اړه کار کوي.

ښاغلي درویش د جندر په برخه کې د تخنیکي کسانو کمښت هغه موارد وښودل چې د لوړو زده کړو وزارت دا مهال ورسره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه ، لوړو زده کړو وزارت  په پام کې لري چې د عدالت  لپاره د ښځوموسسې په همکارۍ د مرکز او ولایتونو په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو،خوندي چاپيریال په موخه زده کړه ییزې برنامې پر لار واچوي.

وروسته د عدالت لپاره د ښځو موسسې مشرې حمیرا رسولي، د تفاهم لیک او د دې موسسې په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، چې د دې تفاهم لیک د لاسلیک موخه د تخنیکي همکاریو وړاندې کول په ځانګړې توګه  په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو د جنسي ځورونې او اذیت د منع کولو پر پالیسۍ بیا کتنه، تطبیقي میکانیزمونو ایجادول او نورې ټولې حل لارې، چې موخه يې په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو لپاره د خوندي کاري او تحصیلي  چاپېریال برابرول دي.

د لوړو زده کړو وزارت د جندر آمرې میرمن ملکه قاسمي په وینا، لوړو زده کړو وزارت شکایتونو ته د رسیدنې په برخه کې د تفاهم لیک د موادو سره سم، د زده کړه ییزو موادو د چاپ او د پوسترونو دنصب، د بروشورونو په چمتو کولو او په تحصیلي بنسټونو کې د عامه پوهاوي او تبلیغاتو  په نورو برخو کې لازمه همکاري کوي.

د یادونې ده چې لاسلیک شوی تفاهم لیک ۹ مادې او ۳۶ بندونه لري چې د لاسلیک له نیټې تر ۳ کلونو پورې د اعتبار وړ دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS