د لوړو زده کړو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د پياوړتیا پروګرام تر منځ د افغانستان د پرمختګ له پاره ناسته وشوه

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۲:۸
a

د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د پراختیا لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) تر منځ؛ د ویډیوکنفرانس له لارې مقدماتي ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر او د دغه وزارت د مرستیالانو په ګډون؛ لوړو زده کړو ته د لاسرسي لوړولو، د بازار اړتیا ته په کتو د لوړو زده کړو د کیفیت لوړوالي او د هیواد په لوړو زده کړو کې د مدیریتي ظرفیت پراختیا په موخه ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست اونوماند ډاکټر عباس بصیر وویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو لوړو زده کړو ته د لاسرسي زمینې برابرولو، د بازار اړتیا ته په کتو د کیفیت لوړوالي او د لوړو زده کړو منسوبینو د مدیریتي ظرفیت لوړولو په موخه شرایط برابر شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه؛ له دې سره چې په تېرو دوو لسیزو کې مو د لوړو زده کړو وزارت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې؛ له شک پرته ستونزې مو هم لرلې او لرو یې، چې باید له نړیوالو مرسته کوونکو په ځانګړي ډول (USAID) سره یې په فرصت بدلې کړو.

له دې سره د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې، د یادو لاسته راوړنو په برخه کې د (USAID) همکاري مهمه وبلله او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

علمي مرستیال همداراز زیاته کړه چې د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ، د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې، د لوړو زده کړو د نصاب بیا کتنې او تقنیني اسنادو د تعدیل په برخه کې مو ښې لاسته راوړنې لرلې او هیله مند یوو چې دافغانستان د پراختیا لپاره د لوړو زده کړو له پیاوړتیا سره (USAID) په نورو برخو کې هم د لوړو زده کړو وزارت ښه همکار وي.

همداراز په دغه خپرونه کې د غړو پوهنتونو استازو چې په دغه خپرونه کې یې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و؛ ژمنه وکړه چې د یادو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له نږدې څخه د لوړو زده کړو وزارت سره کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS