د لوړو زده کړو وزارت او مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

Azizorayakhel.admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۹:۳۸
a

د یو هوکړه لیک له مخې مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون ۲۰۰ سيټه تحصيلي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړل.

دغه هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس پوهنوال احمد ضیاء یوسفزي لخوا په داسې حال کې چې د اکاډمیکو چارو د څار او ارزونې رئیس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنیف هم حضور درلود د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون له علمي معاون پوهندوی دوکتور محمد ناصر حیدر سره لاسلیک شو.

د خصوصي محصلانو چارو رئیس وویل چې د یوې څلور کلنې تحصيلي دورې لپاره د ۲۰۰ سيټه بورسونو لمنځه، ۱۰۰ سيټه یې په بشپړه توګه وړیا دي او پاتې ۱۰۰ سيټونه یې ۳۰ سلنه تخفیف لري، چې د لوړو زده کړو مينوالو، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو او همدارنګه هغو با استعداده ځوانانو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تحصیل له نعمت څخه محروم دي ویشل کیږي.

نوموړي زياته کړه چې ددغو ۲۰۰ سيټه تحصيلي بورسونو لپاره به داوطلبان د هغې هوکړې له مخې چې د یاد هوکړه لیک په متن کې راغلي د خصوصي محصلانو چارو ریاست له لوري معرفي کیږي او د اکاډمیکو چارو د څار او ارزونې ریاست له لوري به یې د څلور کلنې تحصيلي دورې څخه نظارت کیږي.

د جلال الدین محمد بلخي پوهنتون علمي معاون پوهندوی دوکتور محمد ناصر حیدر وویل چې دغه بورسونه به په بلخ ولایت کې د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، ژورنالیزم او ښوونې او روزنې په څانګو کې او په سمنګان ولایت کې ددغه پوهنتون په بله څانګه کې د حقوقو او اقتصاد پوهنځیو مینه والو ته ورکول شي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د کانتین اعلان

د وزارت په انګړ کې د بو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا د قرارداد اعلان نشر ته د سپارلو په هکله:

د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې  یو باب دوه اطاقه کانتین او کفتریا چې (۱۲۶) متره مربع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

:د لاندي لینکونه

وبسایت

تلیګرام

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۵:۵۱
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د مڼو باغ اوبولو سیسټم، ۸۰۰ نیالګیو کېنولو او شنې خونې پر پروژو خبرې وشوې

 

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې او د پکتیکا ولایت لپاره د ناروېژن کمېټې استازو تر منځ د دغه تحصیلي نهاد په ریاست مقام کې د ځینو غوښتل شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۳:۸
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس ګډونوالو ته په دویمه ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وینا وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون له لوري «د اسلامي ثقافت د مضامینو د تدریس، ارزښت او اغېزې) څلور ورځنی ملي کنفرانس، چې په کندهار پوهنتون کې پیل شوی، نن په دویمه ورځ یې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۶:۳۷
Background image

د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث. . .

BACK TO NEWS