د لوړو زده کړو وزارت اړوند یو شمېر استادانو او د مرکزي ادارو ریسانو د پاکستان (N.U.S.T) پوهنتون په ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
۱۴۴۳/۱۲/۱۹
۱۴۰۱/۴/۲۷
د لوړو زده کړو وزارت اړوند یو شمېر استادانو او د مرکزي ادارو ریسانو د پاکستان (N.U.S.T) پوهنتون په ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د بېلا بېلو پوهنتونونو شاوخواه ۲۴ تنه استادان او یو شمېر ریسانو شامل دي، چې د پاکستان (National University of science and technology) پوهنتون کې به د ظرفیت لوړونې په یوه ورکشاپ کې ګډون وکړي.
د یاد سفر مشري د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي کوي او هغوی به د ظرفیت لوړونې په ورکشاپ کې د ګډون تر څنګ، په پاکستان کې له افغان محصلانو سره هم وګوري او د هغوی ستونزې به له نیږدې وڅاري.