د لوړو زده کړو وزارت اړوند یو شمېر استادانو د پاکستان (N.U.S.T) پوهنتون په ۱۵ ورځني ورکشاپ کې تر ګډون او پای ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
۱۴۴۴/۱/۲
۱۴۰۱/۵/۹
د لوړو زده کړو وزارت اړوند یو شمېر استادانو د پاکستان (N.U.S.T) پوهنتون په ۱۵ ورځني ورکشاپ کې تر ګډون او پای ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
په دې سفر کې د بېلا بېلو پوهنتونونو شاوخواه ۲۴ تنه استادان او یو شمېر رئیسانو، چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس شاکر وحیدي کوله د پاکستان (National University of science and technology) پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې ۱۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورساو او بېرته هېواد ته راستانه شول.
د یاد علمي سفر مشر شاکر وحیدي د ټول سفر جزیات او راپور د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني سره شریک کړل او یادونه یې وکړه، چې هلته یې د افغان محصلینو سره هم وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یاد ورکشاپ په بریالي توګه پای ته رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او له ټولو استادانو یې وغوښتل، چې څه یې په دغه ورکشاپ کې زده کړي دي د افغانستان د پرمختګ لپاره یې عملي کړي او په پوهنتونونو کې له همکارو استادانو سره شریک کړي.
همدا راز نوموړي د یو هېواد پرمختګ او په ځان بسیا کېدل د علمي کادرونو وظیفه یاده کړه او ټولو استادانو ته یې ډاډ ورکړ، چې زمونږ ټول سفرونه په تحصیلي برخو کې د لاسته راړنو په موخه وو او ټولو هېوادونو له مونږ سره په دې برخه کې وعدې کړي، چې په نږدې وختونو کې به عملي شي.