د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې ۲۵ شمېرې او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ۲/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پرېکړو پر بنسټ، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري درسونه د روان کال کب میاشتې په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه پیلېږي. دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې اړ دي څو د کب میاشتې له ۱۵مې د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۵مې نېټې د څلورو اونیو په لړ کې درسونه په تشدیدي توګه مخته یوسي او د لاندې اکاډمیک مهالوېش پر بنسټ د ۱۳۹۹ کال د مني سمسټر پاتې درسونه وړاندې کړي.
د پوهنتونونو د بیاځلي پیل مهالوېش |
||||
د پوهنتونونو بیاځلي پیل |
۱۵/۱۲/۱۳۹۹ |
|||
ازموینې |
لومړی چانس |
دویم چانس |
||
پیل |
پای |
پیل |
پای |
|
۱۵/۱/۱۴۰۰ |
۷/۲/۱۴۰۰ |
۱۰/۲/۱۴۰۰ |
۱۹/۲/۱۴۰۰ |
|
د ۱۴۰۰ کال پسرلني درسونو پیل |
۲۰/۲/۱۴۰۰ |
د لوړو زده کړو وزارت