د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د کندوز خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۶:۲۶
sgsdvr

۱۴۴۴/۱/۱۹
۱۴۰۱/۵/۲۶

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، په داسې حال کې چې د علمي پروګرامونو د پراختیا رئيس انجنیر روح الله روحاني او مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک یې هم ملتیا کوله د کندوز شېرزی افغان، نمر، شمال، کهندژ، د کندوز سلام څانګې او امام محمد شیباني خصوصي لوړو زده کړو ، مؤسسو د علمي، اداري او تدریسي چارو څارنه او ارزونه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د یادو خصوصي تحصیلي بنسټونو کتابتونونه، کمپیوټر لب، تدریسي خونې او درسي چاپېریال له نېږد ولید او د یادو تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو یې وغوښتل چې د خپلو تحصیلي بنسټونو د تجهیز او معیاري کولو په برخه کې هڅې وکړي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کندوز خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلانو سره په کندوز پوهنتون کې د همغږۍ ګډه ناسته وکړه، هغوی ته یې د وزارت د قوانینو او مقرراتو د مراعاتولو په برخه کې سپارښتنې وکړې او د قانون په چوکاټ کې یې د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS