د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ګمارنې او علمي ترفيعاتو رياست د اجرااتو پر بنسټ، د افغانستان د ا.ا.ا برياليتوب وروسته، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اکاډميکو کارکوونکو له درې سوه دېرشو تنو څخه د زياتو غړو د تقرر او علمي ترفيع پروسه بشپړه شوې.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۰:۱
بر اساس اجراأت ریاست تقرر و ترفیعات علمی استادان وزارت تحصیلات عالی، پس از پیروزی ا.ا.ا، پروسه تقرر و ترفیعات علمي بیشتر از سه صد و سی تن از اعضای کادر علمی پوهنتون ها و موسسات تحصیلات عالی کشور تکمیل گردیده است.

سه شنبه، ۵ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ګمارنې او علمي ترفيعاتو رياست د اجرااتو پر بنسټ، د افغانستان د ا.ا.ا برياليتوب وروسته، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اکاډميکو کارکوونکو له درې سوه دېرشو تنو څخه د زياتو غړو د تقرر او علمي ترفيع پروسه بشپړه شوې.

چې له دې جملې څخه د ۶۳ تنه اکاډمیکو کارکوونکو دوسیې چې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو د کمیسیون له خوا تایید شوي، یاد ریاست ته لپارل شوې دي.
دغه راز د دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ۲۷۱ استادانو علمي رتبې ترلاسه کړې، چې له دې جملې څخه دوه تنه د پوهاند، ۳۶ تنه د پوهنوال، ۴۲ تنه د پوهندوی، ۷۷ تنه د پوهنمل او ۸۱ تنو نورو د پوهنیار په توګه خپلې رتبې ترلاسه کړې دي.
بل خوا ۲۷ کسان په بېلابېلو رتبو کې ټاکل شوي او ۶ نورو ته ترفيع ورکړل شوې ده.
همداشان د استادانو د ګمارنې او اکاډمیکو ترفیعاتو ریاست په راتلونکي کال کې په پام کې لري، چې د تحصیلي کارکوونکو د شاملیدو په اړه د غوښتونکو د شکایتونو د څېړلو په موخه خپل پلاوي د تحصیلي مرکزونو ته واستوي او همدارنګه د پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو د دوسیو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه د استادانو د تقرر او علمي ترفیع په اړه د کمیسیون د غړو د ناستې ترسره کړي.

په ۲۰ دولتي تعلیمي ادارو کې د محصلینو لپاره د O.B.E - S.C.L زده کړه ایز سمینارونه ، 
په ۱۰ دولتي تعلیمي مرکزونو کې د مشرتابه ورکشاپونو ترسره کول او په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰کې د ۱۴ نوو ګمارل شوو امرینو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو ترسره کول نور پروګرامونه دي، چې د انکشاف او مسلکي پراختیا ریاست  کادري غړو لخوا به په 26 PDCs یا د حرفوي پراختیا مرکزونو کې ترسره کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کاردان خصوصي پوهنتون په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

 

کاردان خصوصي پوهنتون په افغانستان کې د دومدارې پراختيا پر وړاندې ستونزې او ننګونې تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو اړوند مقالې وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۶:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پیل کې د ترکيې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان او ترکیه دواړه اسلامي هېوادونه دي او. . .

BACK TO NEWS