د لوړو زده کړو وزارت د الکترونیکي مدیریت(HEMIS) سیستم د ستونزو حل په موخه د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د مقام دفتر ریاست ترمنځ ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیا جبارخېل د لوړو زده کړو د الکترونیکي مدیریت سیستم د ګټو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه، د دې سیستم کارول د ادارو د کارونو د چټکتیا، د کاري روڼتیا او په بېلابېلو څانګو کې د مراجعینو لپاره د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د کارکوونکو د فعالیتونو د کنټرول په برخه کې یوه اغیزمنه چاره ده.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس همدارنګه د مقام دفتر له ریاست څخه وغوښتل، چې د دغه سیستم د ښه تطبیق، په ډیټابیس کې د معلوماتو راټولولو څرنګوالي، د ستونزو حل او له یاد شوي سیستم سره د اشنايۍ په موخه دغه ریاست ته یو استازی ور معرفي کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د مقام دفتر رئیس قاري محمد سلیمان شریفي د دغه سیستم رامنځته کول او تطبیق د لوړو زده کړو وزارت د اداري چارو د ښه پرمختګ په لاره کې یو اغېزمن ګام وباله او ویې ویل: ددې سیستم د تطبیق او پلي کومو په برخه کې چې هر څه په توان کې ولري، ترې به یې ونه سپموي.
دغه راز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د مرکز پذیرش د ستونزو د اساسي حل په باب خبرې وشوې، چې د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو هر یو په دغه مرکز کې د کاري چارو د ښه والي، چټکتیا او د مراجعینو لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۹هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۳هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۲۴م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر