د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي په مشرۍ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غونډه جوړه شوه او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو درې ګونو مرحلو جلا کولو لپاره د اداري اعتبار ورکولو چوکاټ باندې بحث وشو

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۳:۴۲
E

7/9/1443
20 حمل 1401
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي په مشرۍ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غونډه جوړه شوه او د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو درې ګونو مرحلو جلا کولو لپاره د اداري اعتبار ورکولو چوکاټ باندې بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي د لوړو زده کړو په موسسو کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو د درجې او تطبیق د درېیو پړاوونو د جلا کولو پر اړتیا خبرې وکړې.

بیا د اجنډا سره سم د غونډې غړو د اداري اعتبار ورکولو د لومړي پړاو او هغه تخنیکي او څو اړخېز بحثونه څنګه پلي کړي، چې اصولي چوکاټ یې تصویب کړ.
دوی پرېکړه وکړه چې په راتلونکو غونډو کې به د چوکاټ د بډایه کولو لپاره نور کار وکړي.

همدارنګه د اجنډا له مخې د غونډې غړو په مرکز او ولایتونو کې د یو شمېر دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د بیاکتنې ټیمونو د ځاني ارزونې راپورونه وڅېړل او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS