د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست تر مشرۍ لاندې په لومړي ځل د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ورکشاپ په هرات پوهنتون کې جوړ شو

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۴:۲۶
نخستین ورکشاپ تضمین کیفیت و اعتباردهی با حضورداشت سرپرست ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت تحصیلات عالی، در پوهنتون هرات برگزار شد

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۶مه
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست تر مشرۍ لاندې په لومړي ځل د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ورکشاپ په هرات پوهنتون کې جوړ شو.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس شاکرالله وحیدي د پوهنتونونو له استادانو مننه وکړه چې خپل وخت یې د هېواد ځوانانو ته په تدریس کې لګولی او همدا شان یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي وحیدي د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروګرام پر تطبیق د ټینګار ترڅنګ وویل:  «پوهنتونونه او ښوونیز بنسټونه باید خپل فعالیتونه له داخلي او نړیوالو معیارونو سره سم تنظیم کړي، چې  ټولنېزې، کلتوري او سیاسي ستونزې له منځه یوسي. راځئ د خپلو ځوانانو د استعدادونو پر اساس د سیمې او نړۍ په علمي سیالیو کې مخکښ واوسو او هغه څه چې په نړیوالو ډګرونو کې مو زده کړي، د خپل هېواد په ګټه یې وکاروو.»
د تضمین  کیفیت او اعتبار ورکولو د پروګرامونو ماسټر روزونکي استاد احمدالله هلالي او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د بورډ غړي مرستیال پروفیسور دوکتور امان الله فقیري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې او معیارونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د محصلانو چارو مرستیال او د هرات پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور محمد داود منیر وویل: «د دا ډول ورکشاپونو ترسره کول د دې ښکارندویي کوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروګرام ته لومړیتوب ورکړي، تر څو تحصیلي بنسټونه له نړیوالو معیارونو سره سم خپل علمي او اکاډمیک فعالیتونه تنظیم کړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS