د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس د هرات ولایت د هریوا او کهکشان شرق خصوصي لوړو زده کړو موسسو څخه لیدنه وکړه.
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس د هرات ولایت د هریوا او کهکشان شرق خصوصي لوړو زده کړو موسسو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو سرپرست رئیس شاکرالله وحیدي د لوړو زده کړو وزارت له فوق العاده استازي مولوي منت الله اخندزاده سره یو ځای د هرات ولایت د هریوا او کهکشان شرق خصوصي لوړو زده کړو موسسو له تدریسي، اداري او کاري کمېټو څخه لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي وحیدي د یادو تحصیلي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو د موخو او نظریاتو د څرګندولو په ترڅ کې وویل: «لوړو زده کړو وزارت تل هڅه کوي چې د روزنېزو پروګرامونو او د تضمین کیفیت ورکشاپونو له لارې د لوړو زده کړو موسسو کیفیت ښه کړي.»
هغه د هېواد د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کیفیت لوړول د لوړو زده کړو وزارت یو له بنسټېزو پروګرامونو څخه وبلل او د هېواد له تحصیلي بنسټونو یې وغوښتل، چې د لوړو زده کړو وزارت د عالي مقام لارښوونې تعقیب کړي او له لارښوونو سره سم تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.
ورپسې د هریوا او کهکشان شرق تحصیلي موسسو مسوولینو هرات ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د خپلو کاري فعالیتونو او یو لړ ستونزو راپور یې ورسره شریک کړ، چې یاد پلاوي د دوی د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.