د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د دغې غوندې په ترڅ کې د علمي برنامو د بیاکتنې، د علمي برنامو کلنۍ څارنې، د علمي برنامو دوره یي بیاکتنې او د عملیاتي پلان په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د یو پریزنټیشن په ترڅ کې د پوهنتونونو د مهمو اداري فعالیتونو، اداري لاسته راوړنو، د تېر کال په پرتله په علمي برخه کې د پوهنتونونو لاسته راوړنې او د محصلانو په برخه کې لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې په دغو برخو کې ستونزې هم شریکې کړې.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۵هـ.ق کال د ذوالحجې ۲۶مه
۱۴۰۳هـ.ش کال د سرطان ۱۳مه
۲۰۲۴م کال د جولای ۳مه