د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي د څو ورځنۍ ارزونې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون چارې و ارزولې.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۶:۱۵
safasfaffas

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي، چې مشري یې د یاد وزارت د تضمین کیفت آمر مفتي نذیر احمد احمدي کوله په څو ورځنۍ ارزونه کې یې د شیخ زاید پوهنتون ټولې چارې د تضمین کیفیت د معیارونو په اساس او د ځانګړو چیک لیستونو له مخې و اروزلې، چې پایلې به یې د چارو د لاښه والي او د دغه پوهنتون په معیار برابرولو په موخه له مسؤلینو سره شریکې شي.
د دغې پلاوي مشر او د تضمین کیفیت آمر مفتي نذير احمد احمدي د ارزونې په وروستۍ ورځ د شیخ زاید پوهنتون رهبري، استادانو او اداري پرسونل هڅې وستایلې او په یو شمېر برخو کې لازمې مشورې ورکړې. نوموړي دغه راز وویل «تل د خپلو آمرينو او مشرانو څخه اطاعت وکړئ، چې دا یوه دیني غوښتنه ده او په عملي کولو سره یې ستاسو کارونه لا ښه کېدلی شي».
د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي له یاد اووه کسيز هيئت څخه مننه وکړه، چې خپلې ور سپارل شوي چارې یې د اصولو له مخې د صمیميت په فضاء کې پای ته ورسولې او خوښي یې څرګنده کړه چې تېرې څو ورځې یې د دوی د مېلمه پالنې وياړ درلود.
نېټه: چهار شنبه ۱۴۴۴/۷/۱۰ هـ ق ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ هـ ش ۲۰۲۳/۲/۱

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS