د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې پر مهال، دغې...

۱۴۰۰کال، د کب ۱۸مه
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه د لیدنې پر مهال، دغې مؤسسې ته مالي او اداري مرستیال وروپېژانده.
په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس انجنیر اکرام الله صهیب د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې له مشرتابه، استادانو او کارمندانو سره د لیدنې پر مهال، محترم عبدالعزیز اماني د دغې مؤسسې د مالي او اداري مرستیال په توګه وروپېژانده.
انجنیر اکرام الله صهیب د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې له مسؤلانو مننه وکړه، چې په کمو امکاناتو یې د پام وړ کار کړی دی. دغه راز نوي مالي او اداري مرستیال ته یې د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
وروسته د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرسیتال د لوړو زده کړو وزارت له باور څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې په پوره ایماندارۍ به د روزګان لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ لپاره هڅه کوي.