د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پروان پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي خالد افغان په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي، د پروان پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې تر څنګ، د پروان پوهنتون له داخلي ادارو څخه لیدنه وکړه.
د پروان پوهنتون رئیس دوکتور محمد عزیز کاظم په وینا؛ له پروان پوهنتون څخه د ښاغلي افغان او ورسره مل کاري ټیم له لیدنو او ارزونې وروسته وویل، چې د مختلفو برخو کار کوونکو اداري نظم او فایل بندي معیاره وه، چې په لږ وخت کې هر ډول اسنادو ته لاسرسی کېږي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس د یاد سفر موخه، په پروان پوهنتون کې له فتحې مخکې مقروضاتو څېړنه، د اړتیاوو، ستونزو او نیمګړتیاوو په نښه کول یاد کړل.