د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د کندهار پوهنتون، د زراعتي علومو(انستو) پوهنتون او په دغه ولایت کې د میرویس نیکه، بینوا او ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه لیدنه کړه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۴ - ۷:۴۹
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د کندهار پوهنتون، د زراعتي علومو(انستو) پوهنتون او په دغه ولایت کې د میرویس نیکه، بینوا او ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه لیدنه کړه.

۱۴۰۱کال، د وري ۴مه
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د کندهار پوهنتون، د زراعتي علومو(انستو) پوهنتون او په دغه ولایت کې د میرویس نیکه، بینوا او ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو څخه لیدنه کړه. 
دغه پلاوي د مالي او اداري چارو د قوانینو د رعایتولو مفتش مولوي عبدالولي عابد په مشرۍ د کندهار پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې او همدارنګه د کندهار پوهنتون او د افغانستان د ملي ټکنالوژي او زراعتي علومو پوهنتون (انستو) د ټولو پوهنځيو او ادارو مالي، اداري او تحصیلي چارو هر اړخیزه پلټنه یې وکړه. 
یاد پلاوي په کندهار کې د میرویس نیکه، بینوا او ملالۍ خصوصي لوړ زده کړو مؤسسې له نیږدې وکتلې او د یادو تحصیلي بنسټونو مالي، اداري او تحصیلي بهیر یې له نیږدې وارزو.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS