د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي په بلخ ولایت کې د یو شمیر خصوصي تحصیلي بنسټونو بررسي او تفتیش تر سره کړ.
د یاد پلاوي مشري د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې د تقلب او ځانګړو موضوعاتو امر مولوي عبدالولي عابد کوله، چې په یاد ولایت کې یې د ترکستان او تاج خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او همدارنګه مولانا جلال الدین بلخي خصوصي پوهنتون د زده کړو بهیر، درسي چاپېریال او مالي برخې وارزولې او د یادو تحصیلي بنسټونو مشرتابه او استادانو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د یادو تحصیلي بنسټونو مسؤلانو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، په خپلو تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینیو او پالیسیو د عملي کولو ډاډ ورکړ.