د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونو د تبدیلۍ خبرتیا

Akmal_admin
دولتي پوهنتونو د تبدیلۍ خبرتیا

د لیسانس زده کړې د دورې د مقررې او د ۱۸\۹\۱۳۹۹ نیټې د محصلانو چارو د شورا د پریکړې سره سم د محصلانو تبدیلي په لاندې شرایطو سره ترسره کیږي:

۱ – د اناث طبقې تبدیلي د دواړو بنسټونو د موافقې او معیاري نومرو په  بشپړولو سره.

۲ – د نارینه و تبدیلي د پورته موافقې له مخې د روزانه څخه روزانه ته مجاز نده، یوازې نارینه کولای شي له روزانه شبانه ته تبدیلي وکړي.

۳ – هغه جدیدالشمول محصلین چې د ۱۳۹۹ کال د کانکور له لارې جذب شوي دي، د تبدیلۍ پروسه يې د ۱۴۰۰ کال د غوايي په میاشت کې پیلیږي.

۴- د مخکینیو کلونو محصلین چې له یو سمستر زیات درس يې ویلی دی د لیسانس د زده کړه ییزې دورې د مقررې سره سم يې تبدیلي په مرغومي او سلواغه میاشت کې پیلیږي.

۵ -  هغه محصلین چې مخکې يې د غوښتنپاڼې او د وزارت د مقام د حکم پر بنسټ تبدیلي غوښتې وه دعریضوپایلې يې د کارپوهانو له کتنې وروسته د مرغومي په ۱۵ نیټه  اعلانیږي.

۶- د تبدیلۍ فورم د لومړنیو پوهنتونو له لارې اخستل کیږي او د دویم بنسټ تر موافقې وروسته  د طی مراحلو په خاطر د محصلانو چارو ریاست ته سپارل کیږي .

۷ – هغه محصلین چې په لومړني پوهنتون کې له دوو مضامینو څخه په زیاتو کې عدم کریډت وي تبدیلي يې نه طی مراحل کیږي.

۸ – یو محصل د تحصیل په دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلۍ حق لري دویم وار تبدیلي غیر مجاز ده.

۹ – تبدیلي یوازې او یوازې په عین څانګه او عین ټولګي کې د اجرا وړ ده.

د ستونزې په صورت کې په دغو شمیرو  ۰۷۷۸۷۴۶۱۳۳ – ۰۷۴۴۴۸۵۷۸۱ اړیکه ونیسئ.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتیا

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې

ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال له‌پاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۹:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې ۲۵ شمېرې او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ۲/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پرېکړو پر بنسټ، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري درسونه د روان کال کب . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

مالیزیا د کرونا ویروس د ناروغۍ له کبله، د بهرنیو هېوادونو د محصلينو په ګډون د ټولو مسافرو د تګ راتګ چارې ځنډولې دي او تلونکي محصلين به له اجازه اخيستو پرته ماليزيا ته سفر نکوي.

دا په . . .

Back to announcements