د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست «د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار د عاليقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله په مهمو ویناوو او توصیو سره پای ته ورسېد.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۱۷
نمتبیمنسیتمنبسی


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست رئیسانو، مرستیالانو او استادانو لپاره «د دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ» تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار د شنبي په ورځ،  ۱۵ / ۲ / ۱۴۰۳ نېټه، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په وینا سره پرانیستل شو.
د لوړو زده کړو محترم وزیر په پیل کې د یاد سمینار پر اړتیا او موخو خبري وکړي. دغه راز په سمینار کې د امارتي دیني جامعاتو په معیاري کولو، د غوره  او مستعدو  فاضلانو پر روزنې، د تدریس په منلو شویو مؤثرو تګلارو، د قضاء او افتاء پر اهمیت  او د وړ فاضلانو د جذب تر څنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم په نوبت سره د ګډونوالو له لوري بیانونه او محاضرې ارائه شوې.
د دې تر څنګ په یاد سمینار کې د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې رئیس محترم  قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب، د جنوب غرب زون د تمیز د عالي ریاست رئیس او د سترې محکمې قضایي مرستیال شیخ مولوي سردار محمد صاحب او د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر صاحب له لوري هغه موضوعات چې قاضیان او مفتي صاحبان په عملي ډګر کې ورسره ستونزې لري، په وضاحت سره وړاندې شول.
همدا راز د عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه   جامعې  د یو شمیر استادانو له لوري د ځینو مضامینو د تدریس مثالي طریقې د مکتبي (کتابخانې) مدیریت، د مقالي او علمي رسالې د لیکلو د اصولو او تګلارو په  اړه هم محاضرې ارائه کړل شوې.
د یادوني وړ ده چې د سمینار په وروستۍ ورځ  د مجلس ټول ګډونوال د افغانستان اسلامي امارت د  زعیم، مشفق او قدرمن امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی ورعاه په دیدار مشرف شول او سمینارهم د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی ورعاه په مبارکې او سپېڅلې وینا سره پای ته ورسېد، چې عمده او مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:
۱ـ علماء کرام په مخلوقاتو کې الله تعالی ته خوښ بنده ګان دي، د الله تعالی څخه بیریدونکي بنده ګان او د انبیاؤ علیهم السلام ورثه دي، د الله تعالی د دین ساتونکي، د دین نافذوونکي او د الله تعالی له لوري منتخب کړای شوي کسان دي، علماء کرام په خپله ټوله زنده ګي کې د جهاد په خدمت کې دي، دا علماء کرام دي چې ۱۴۰۰ کاله وروسته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت سیرت او صورت ژوندي ساتلي.
۲ـ امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه په خپلو خبرو کې په اخلاص تأکید وکړ او ویې ویل چې په هر څه کې اخلاص ډېر مهم دی، تر څو د دین او مذهب صحیح ساتنه وشي، د دین خادم جوړېدل ډېر زیار غواړي، دا چې اوس تاسو ته زمینه مساعده ده، تر څو د راتلونکو نسلونو سالمه روزنه وکړئ،  ستاسو وظیفه ډېره قدرمنه ده تاسو علماء  کرام مسؤلیت لرئ چې فاضلان او طالبان خپلو درسونو ته متوجه کړئ، صحیح روزنه یې وکړئ او په مدارسو او جامعاتو کې فاضلان د ټلیفون څخه لېري وساتئ او په دې اړه مو مدارسو ته هم  توصیې لیکلي چې فاضلان  د ټلیفون څخه لیرې وساتئ، ځکه ټلیفون د هغوی د درس او مطالعي  وخت ضایع کوي. 
۳ـ د افتاء مقام زما په زړه کې ډېر عظیم مقام دی، افتاء د دین اصل دی، مفتي صاحب دی چې خلکو ته دین ورښیي حلال او حرام ورښيي، کوښښ وکړئ مستعد او لائق فاضلانو ته په تخصص کې داخله ورکړئ، هغه چې درې کاله یې تدریس کړی وي، له لویې دورې فارغ وي بیا یې د افتاء او قضاء تخصص ته راولئ. هغه څوک چې مستعد نه وي هغوی ته داخله مه ورکوئ او معذرت ورڅخه وغواړئ. 
۴ـ زما وزیران ښه خلک دي، همېشه زما اطاعت کوي، زه ترې ډېر زیات خوشحاله یم، اطاعت، قدر او عزت یې وکړئ، ځکه چې اکرام او اطاعت تر مشر امیر پورې خاص نه دی، ټول امراء پکې شامل دي. 
۵ـ دا چې د شخصي تخصصاتو زده کړې معیاري نه وې او د تخصص د اړتیاو مطابق یې وړتیا او امکانات نه درلودل، نو له د دې کبله مو د هېواد په زونونو کې هم د تخصصاتو جامعات ایجاد کړل او د اړتیا مطابق مو ټول امکانات په اختیار کې ورکړل، تر څو له دې لاري وکولای شو د اسلامي نظام قضايي او عدلي برخو کې رجال کار وروزو او د خدمت لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړو، د یادو جامعاتو او تخصصاتو دروازې د ټولو مستعدو فاضلانو او استادانو پر مخ خلاصې دي. هغوی کولای شي د شرایطو په پوره کولو سره د زونونو د تخصص په جامعاتو کې ګډون وکړي، موږ ورته تشکیل او اړین امکانات برابروو. 
۶ـ امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه وویل چې علماء باید خپلو فاضلانو او طالبانو ته د دوی د سویې مطابق درس ووایي او هر چا ته د هغه د اهلیت او سویې مطابق سند ورکړي.
۷ـ علماء کرام باید خلک د اسلامي نظام په فوائدو پوه کړي، د اختلافاتو او انحرافاتو مخنیوي او د مشرانو د بي اطاعتۍ څخه یې راوګرځوي.علماء باید د امارت فرامین خلکو ته واضح کړي، ټول د فرامینو تطبیق او اطاعت ته وهڅوي، که چېرې تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید په دېوال یې وولئ.
۸ـ له فتحې څخه وروسته مو ټولو مخالفینو افغانانو ته عفوه کړې ده، د ورور په شان زنده ګي ورسره کوو، دا زموږ خلک دي، پخوا مو هم د افغانانو وژل هدف نه وو اوس یې هم د تکلیفولو اراده نه لرو، پخوا چې کوم افغانان زموږ په لاس وژل شوي هغه د تستر له کبله وه، چې دوی د کافرانو مخته روان وو. د خلکو تقاضا هم دا وه له علماوو څخه، مګر کفار په دې خوښ دي چې موږ سره اخته شو، که موږ د انتقام لاره خپله کړې وای نو د کفارو مقصد به حاصل شوی و، کله چې د مخالفت خبره وشي هغوی ډېر ورته خوشحاله وي. په داسې حال کې چې موږ افغانانو او د دنیا ټولو مسلمانانو ته خصوصاً د فلسطین مسلمانانو ته ښه اراده لرو الله تعالی دې توفیق راکړي.
۹ـ کفري نړۍ دا غواړي چې دین او سیاست سره جلا کړي، په اسلامي هېوادونو کې هم علماء په سیاست کې برخه نه لري او که سیاست ته داخلیږي، نو بیا حتی د مدرسې په صحن کې هم د دین خبره نه شي کولای، سیاست ترې غصب شوی دی، علماء باید سیاست لاسته راوړي ځکه دا د دوی حق دی، حضرت عمر رضي الله عنه امیرالمؤمنین، مفتي اعظم، سیاسي مشر او مدرس هم و. په هره اداره کې د علماؤ مسؤلیت دی چې د خلکو فکري او ذهني اصلاح وکړي، که علماء د خپل موقف نه کار واخلي ډېر خدمت کولای شي، که چیري دغه علماء د نظام تر شاه ودریږي، بیا به هېڅوک زړه ښه نه کړي چې د نظام په مقابل کې بغاوت وکړي تاسو یاست چې د دې نظام فرمانونه واضح او تطبیق کولای شي.

د امیر المؤمنین صاحب حفظه الله له خبرو وروسته د سمینار د ګډونوالو څخه یو تن د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  جامعې استاد محترم شیخ عبدالمالک نیازي صاحب د ګډونوالو په نماینده ګۍ خبرې وکړې، نوموړي له امیر المؤمنین صاحب حفظه الله څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې علماء کرام او شیوخ د دوی تر شاه ولاړ دي، فرامین یې په ورین تندي مني او په خپلو ځایونو کې یې د تعمیل لپاره کوښښ کوي. هغه په خپلو خبرو کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو په رسالت خبرې وکړې او د فاضلانو داسې روزنه چې په علمي لحاظ قوي او په اخلاقي لحاظ امین وي، د یاد رسالت مهمه برخه یاده کړه او د ټولنې د فکري سرحدونو ساتنه یې خپل مسؤلیت وګاڼه.
مجلس د امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده. دا چې د ټولو ګډونوالو د لیدو تر څنګ د مصافحې او ستړي مه شې هیله درلوده، امیر المؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه د ټولو ګډونوالو سره په ډېره محبت او خوښۍ سره په غېږ مصافحه او ستړي مه شي وکړه او له هغه وروسته یې ټولو ګډونوالو ته د مازدیګر د لمانځه امامت هم اداء کړ او له لمانځه وروسته یې رخصت واخیست.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۳:۱۶
Background image

خبرتیا!

لیستونه په لاندې لینکونو کې دي:

هرات

فراه

نیمروز

غور

بادغیس

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۵۹
Background image

د مقالو غوښتنه

د اصلي او فرعي محورونو تفصیل په لاندې لینک کې موجود دی:

www.mohe.gov.af/sites

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS