د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو د چارو معین د عمومي منښت دفترونو مسوولانو خدماتو وړاندې کولو څرنګوالی وڅاره

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۷:۸
g

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره په ګډه د عمومي منښت دفترونو د مسؤلینو لخوا د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی وڅاره او ویې څېړه.

په دې لیدنه کې د زدکړیالانو چارو مرستیال د مراجعینو چارو اجرایوي پروسې، د سندونو اخیستل او سپارل د واردلو او صادرولو نېټې او د سندونو مودې ته په کتو سره وڅېړل او د دغه مرکز د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د چارو په مخته وړلو کې د مراجعینو د سندونو د پروسې په مخته وړلو کې د غور تر څنګ چټکتیا او وخت په پام کې ونیسې او په خپلو اداري کارونو کې اسانتیاوي رامنځته کړي.

په ورته وخت کې پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د سندونو طی مراحلو څرنګوالي په اړه د مراجعینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د زدکړیالانو د چارو په برخه کې د کاري چاپېریال د ښه والي لپاره برنامې لري چې پر بنسټ به یې د تېر په پرتله په کاري اجرااتو کې چټکتیا او روڼتیا ډېره شي.

همدارنګه د دولتی زدکړیالانو چارو رئیس پوهنوال محمد شریف او د خصوصي زدکړیالانو رئیس ډاکټر خیبر سیفي د دولتي او خصوصي زدکړیالانو په چارو کې د کار چټکتیا او کیفیت د تېرو وختونو په پرتله ښه وباله او ټینګار یې وکړ چې غوره فرصتونو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول د دغو دوو بڼسټونو له دوامداره اندېښنو څخه دی او هڅه کېږي چې د اجراییوي چارو په پروسه کې د تېرو وختونو په پرتله ډېر کیفیت او چټکتیا رامنځته شي.

د لیدنې په بهیر کې د اداري او زېربنا ریاست سرپرست سید نسیم سادات او د منښت دفترونو عمومي آمر اسدالله سایق هم شتون درلود.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS