د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شوار ناسته د دغه وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.

6/1/1444
13/5/1401
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شوار ناسته د دغه وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د علمي معینیت شورا تېرو پرېکړو ته کتنه وشوه او وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو چې د اعتبار ورکونې درېیم پړاو یې تکمیل کړی او اوس د نویو پوهنځیو او ډېپارټمنټونو د ایجاد غوښتنه کوي، د شپنیو پروګرامونو د محصلانو د فیس، د نوي نصاب تر څنګ له علمي کتابونو د مرستیالو سرچینو په توګه د استفادې پر طرحه او ځینو نورو موضوعاتو بحث او د نافذه قوانینو سره سمې پرېکړې وشوې.