د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتورلطف الله خیرخوا له لوري د ننګرهار په تدریسي روغتون کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او رغنیزو چارو پرانېسته وشوه!

یکشنبه، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتورلطف الله خیرخوا له لوري د ننګرهار په تدریسي روغتون کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او رغنیزو چارو پرانېسته وشوه!
د طبي وسایلو او رغنیزو چارو دا پرانیسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له لوري پر داسې مهال ترسره شوه ، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د ننګرهار پوهنتون رئيس او مرستیالانو، د طب او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو یې ملتیا کوله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په یادو مراسمو کې د پوهنتون تدریسي روغتون د یادو رغنیزو چارو او طبي وسایلو په پرانیسته د خوښۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا به د روغتون د طبي خدماتو او تدریسي بهیر د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې اغېزمن تمام شي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د PU-AMI او WHO ادارو ، د لوړو زده کړو وزارت او د تدریسي روغتون د مشرتابه مننه وکړه، چې په مرسته او هلو ځلو یې یادې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي دغه راز د تدریسي روغتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مرسته شویو وسایلو په ساتنه او همدارنګه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.
دغه مرسته چې د نړیوالو مرستندویه ادارو له لوري ترسره شوې، د PU-AMI ادارې د ۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یاد روغتون د سترګې، غوږ، پوزې او ستونې څانګو، د روغتون پخلنځی، کانالیزاسیون سیستم او دوه انتظارخونو د بیا رغونې چارې بشپړې او دغه راز د WHO ادارې د ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو پایه ډیجیټل ایکسري ماشين، د تدریسي روغتون ادارې ته سپارل شوی دی.