د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوې کمېټې د هلمند لوړو زه کړو مؤسسې له راغلي پلاوي سره ناسته وکړه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۹ - ۸:۳۱
cxzcxzsv

۱۴۴۴/۱/۱۲
۱۴۰۱/۵/۱۹
د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر روح الله روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوې کمېټې د هلمند لوړو زه کړو مؤسسې له راغلي پلاوي سره ناسته وکړه. 
په یاده کمېټه کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي او د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس دوکتور حمید الله مزمل هم شامل وو، چې په پیل کې د کمېټې مشر د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او وروسته یې له هغوی څخه د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې ستونزوې او اړتیاوې واورېدې. 
همدارنګه د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې مشر پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن د یادې مؤسسې په اړه معلومات وړاندې کړل. په هلمند لوړو زده کړو مؤسسه کې یې د نیمه کاره پروژو په اړه خبرې وکړې، د پروژو د تکمیل، د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې د ارتقاع او ځينو نورو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د کمېټې له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو او ژمنه یې ورسره وکړه چې له خپلو مشرانو سره له مشورو وروسته به شرایطو او امکاناتو ته په کتو د هغوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS