د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د آزاد اسلامي خصوصي پوهنتون فوق لیسانس پروګرامونه وارزول.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۶:۵
egfghfh

د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ د څارنې او ارزونې، تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې، داخلي پلټنې او خصوصي محصلانو چارو ریاست رئیسانو او استازو ګډ پلاوي پرون ورځ د یاد پوهنتون د فوق الېسانس پروګرامونو علمي، تدریسي، اداري او مالي چارې وارزولې.

نوموړي پلاوي د یادو پروګرامونو د محصلانو لپاره د واجد الشرائط استادانو، تحقیقي مرکزونو، کتابتونونو، منظمو درسي ټولګیو او نورو لازمو امکاناتو د څرنګوالي د کتنې او ارزونې ترڅنګ، د یاد خصوصي پوهنتون مسئولینو ته د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د ټولو ملي او نړیوالو معیارونو د پوره کولو او پاللو سپارښتنه یې ورته وکړه.

نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۴/۵/۷ هـ ق ـــ ۱۰ / ۹ / ۱۴۰۱ هـ ش ۲۰۲۲/۱۱/۳۰م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS