د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو سرپرست د قطر هېواد د پوهنې، لوړو زده کړو له وزيرانو او پوهنتون له رييس سره ولیدل

Azizorayakhel.admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۴۶
لوړو زده کړو وزارت

 

د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو سرپرست نوماند وزير دوکتور عباس بصير، قطر هېواد ته د خپل سفر په بهير کې د دې هېواد د پوهنتون له رييس او د لوړو زده کړو له وزير سره د لېدو په ترڅ کې، د هېواد د لوړو زده کړو له پاره د دوی هر اړخيزه ملاتړ جلب کړ.

په دې سفر کې چې د هېواد له ولسمشر سره يې قطر ته درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزير په اجندا کې د ټولو شاملو پروګرامونو تر څنګ، د قطر هېواد د پوهنې، لوړو زده کړو له وزيرانو او پوهنتون له رييس سره د افغانستان د لوړو زده کړو د وضعيت او هغو پروګرامونو په اړه چې د پرمختګ له پاره يې تر لاس لاندې دي خبرې وکړې او د دې پروګرامونو د پلي کېدو له پاره يې د قطر هېواد همکاري وغوښته.

د قطر د پوهنې وزير محمد عبدالواحد الحمادي او د پوهنتون رييس ډاکټر حسن رشيدي الدرهم د افغانستان له لوړو زده کړو سره د همکارۍ په څرګندولو سره د دواړو لوريو تر منځ د پراخه اړيکو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې او خبرو اترو په پايله کې د قطر د پوهنتون رييس ژمنه وکړه چې په فني او تخنيکي برخو کې به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته سکالرشيپونه ورکوي.

 همداراز هوکړه وشوه چې د قطر پوهنتون يوه څانګه به په افغانستان کې جوړه شي او له کابل پوهنتون سره به د استادانو د تجربو د شريکولو او د ګډو علمي څېړنو د پروژو د پلي کولو په برخه کې دوه اړخيزې همکارۍ وشي.

د ډاکټر رشيدي الدرهم په وينا د قطر هېواد د څېړنو ملي صندوق له هغو موسسو څخه دی چې څېړنيزې پروژې تمويلوي او په هغې صورت کې چې له بهرنيو او ګډو پوهنتونونو سره ګډ پروپوزلونه ترسره شي، بهرنی ګډونوال کولای شي د دې صندوق له ۳۵سلنه بوديجې ګټه واخلي.

همداراز د قطر هېواد د پوهنې وزير محمد عبدالواحد الحمادي ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو د نوې ودانۍ د جوړولو له پاره به نقدي مرسته وکړي. د لوړو زده کړو نوماند سرپرست وزير له خپل قطري سيال سره هوکړه وکړه چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري د قطر هېواد د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو په عنوان يو پروپوزل وړاندې شي چې وروسته به د ياد هېواد له مشرانو سره خبرې پرې وشي او لازم تصميمونه به ونيول شي.

دواړو لوريو په دې کتنه کې هوکړه وکړه چې له دواړو لوريو څخه به يوه ګډه کمېټه جوړه شي او د يادو شوو موضوعاتو د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه به کار وکړي.

د يادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت اداري ودانۍ تر دې وړاندې د مالي او اداري معينيت له لوري تیاره شوې ده او مقدماتي سروې ګانې يې هم د کليو پراختيا وزارت په مرسته شوې دي. ټاکل شوې چې دغه ودانۍ به د ۲۱ميليونه ډالرو په ارزښت د لوړو زده کړو په انګړ کې جوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS