د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو شورا ناسته د محصلانو معینیت سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۰:۱۸
نشست شورای معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی، تحت ریاست انجنیر سید محمد اسماعیل روحانی؛ سرپرست معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی برگزار گردید.

د ۱۴۰۰ ه کال د مرغومې ۸ مه
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو شورا ناسته د محصلانو معینیت سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې د محصلانو سرپرست معین په دولتي تحصيلي موسسو کې د سپينو ديپلومونو د نشتوالي، 
په خصوصي تعلیمي ادارو کې د پیسو په بدل کې د اسنادو ترلاسه کولو پر طرحې او محصلانو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې او سپارښتنې وکړې.

د اجنډا له مخې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د شورا غړو په علمي اسنادو کې د نومونو د بدلون په اړه د محصلانو پر غوښتنو بحث وکړ، دغه راز د متخصصینو یوه کميټه هم جوړه شوه، چې د هغو محصلینو ستونزې وڅېړي چې د ځینو خصوصي لوړو زده کړو موسسو اساس کي شامل نه دي.
_________________

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کاردان خصوصي پوهنتون په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

 

کاردان خصوصي پوهنتون په افغانستان کې د دومدارې پراختيا پر وړاندې ستونزې او ننګونې تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو اړوند مقالې وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۶:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پیل کې د ترکيې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان او ترکیه دواړه اسلامي هېوادونه دي او. . .

BACK TO NEWS