د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو او مالي او اداري مرستیالانو د ویډیویې کنفرانس له لارې د ولایاتو د پوهنتونو مسؤولانو سره د (۱۴) پاسو ښوونکو لیسانس کچې ته د ظرفیت لوړونې او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۱:۹
ی

په دغه ویډیویې کنفرانس کې په داسې حال کې چې د کابل پولې تخنیک پوهنتون رئیس او د مرکزي پوهنتونو عملي مرستیالانو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي د ا.ا.ج د لوړ مقام د حکم، د کابینې او وزیرانو شورا مصوبې په تړاو د ولایاتو دولتي ښوونځيو د ښوونې او روزنې څانګو برحاله (۱۴) پاسو ښوونکو د جذب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د ولایاتو لوړو زده کړو بنسټونو رئیسان باید په عاجله توګه د ولایاتو د پوهنې له رئیسانو سره د فوق بکلوریا ښوونکو د ارقامو او دقیقو معلوماتو د راټولولو او د ولایاتو په ښوونې او روزنې پوهنځيو کې د هغوی د جذبولو د لارې په اړوند ناستې تر سره کړي او د پرمختګونو پایلې دې د وروستي ویډیویې کنفرانس په ترڅ کې له وزارت سره شریکې کړي.»
د محصلانو چارو مرستیال په ډاګه کړه چې لوړو زده کړو وزارت د یادو شویو ښوونکو، لیسانس درجې ته د ارتقاء لپاره له دریو پروګرامونو (د خدمت دننه، شپې او ژمنيو رخصتیو) څخه کار اخلي او دغه پروګرام به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ادامه پیدا کړي.
پوهاند بري صدیقي همدارنګه ګډون والو ته لارښوونه وکړه چې ددې بهیر د آسانيتا او چټکتیا لپاره، د ولایاتو پوهنې ریاستونو له مسؤولینو سره ګډې کاري کمېټې جوړې کړي او د ښوونځيو د تعليمي تقویم له پیلیدلو څخه دمخه د (۱۴) پاسو ښوونکو ارقام او مشخصات د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ترتیب شوي جدول مطابق بشپړ کړي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور د بودیجې د معقول لګښت د نوي میکانیزم (۶) شاخصونو د تشریح په ترڅ کې، د پوهنتونو له رئیسانو څخه وغوښتل هغه بودیجه چې د پوهنتونو په زیر بناوو، معلوماتي ټیکنالوژي، بشري سرچینو، د لیلیو چارو، ساتنې او مراقبت، اوبه او بریښنا او د متفرقه لګښتونو په برخه کې د هغوی لپاره په نظر کې نیول شوې ده، په معقوله توګه، په ټاکل شوي وخت او له پوره شفافیت سره ولګوي.
همدارنګه په دغه ویډیویې کنفرانس کې د مرکز او ولایاتو دولتي پوهنتونو رئیسانو او مسؤولانو د خپلو نظریاتو او وړاندیزونو د وړاندې کولو په ترڅ کې د یادو شویو موضوعاتو په اړه وعده وکړه چې په دې برخه کې به لازمې هڅې وکړي او د هغوی راپور به د لارښوونې سره سم وړاندې کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS