د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.
۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۲۳مه
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د محصلانو چارو د سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رییسانو هم حضور درلود، انجنیرسید اسماعیل روحاني د محصلانو د ستونزو حل کولو او د هېواد ځوانانو لپاره د غوره تحصیلي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
همدارنګه د شورا غړو له اجنډا سره سم د موضوعاتو په اړه بحث وکړ او خپل نظرونه یې وړاندې کړل او د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره یې لازمې پرېکړې وکړې.