د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.

۱۴۴۳/۱۲/۲۲
۱۴۰۱/۴/۳۰
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو د اسنادو طی مراحل کولو او د ځينو محصلانو د نومونو د اصلاح، د ځينو خصوصي پوهنتونونو له لوري په فوق الېسانس پروګرامونو کې له اول ظرفیت څخه د زیاتو محصلانو د جذب او له نهایي مکتوب پرته له یوه خصوصي پوهنتون څخه بل خصوصي پوهنتون ته د څو تنو محصلانو د تبدیلۍ د ستونزې په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د شورا غړو د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ۱۴۰۱کال خزاني سمسټر د کانکور په اړه بحث وکړ او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.