د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
۱۴۴۳/۱۲/۲۹
۱۴۰۱/۵/۶
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې له اجنډا سره سم د دولتي پوهنتونونو د محصلانو او فارغ التحصیلانو د ستونزو، د خصوصي پوهنتونونو له لوري په فوق لېسانس پروګرامونو کې له ظرفیت څخه زیات د محصلینو د جذب او په فوق لېسانس پروګرامونو کې د خصوصي پوهنتونونو د غیر قانوني محصلانو د اسنادو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د شورا غړو د هېواد په دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د لېسانس او فوق لېسانس پروګرامونو د کیفیت لوړولو، معیاري کولو او د ماسټري پروګرامونو په برخه کې د هر ډول تختطیو د مخنیوي په پار خبرې او مشورې وکړې.