د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو د معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د شورا غړو د خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د تبدلیو، د محصلینو د فراغت، له هېواده بهر د محصلینو پر ستونزو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
همدارنګه په یاده شورا کې په دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د ستونزو پر حل، د لوړو زده کړو پر پرمختګ، د محصلینو د اسنادو د طی مراحل کولو او روڼتیا په موخه د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هر اړخیز بحثونه وشول.