د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د نیمروز ولایت د لوړو زده کړو موسسو تحصیلي وضعیت وارزاوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۵:۱۴
ل

د لوړو زده وزارت د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سیدفرهاد شهیدزاده نن د مجازي ناستې له لارې د نیمروز ولایت لوړو زده کړو موسسې وضیعت وارزاوه.

د زدکړیالانو چارو معین په داسې حال کې چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د چارو رییسانو هم شتون درلود، د قرنطین په موده کې د نیمروز ولایت لوړو زده کړو موسسې او بارک خصوصي لوړو زده کړو موسسې پروګرامونه، فعالیتونه او زدکړیالانو د خدمتنو پلي کولو اغېز واورېد.

زدکړیالانو چارو معین استادانو ته مکلفیتونه وټاکل چې د قرنطین د مودې په بهیر کې تدریسي او پوهنیزو چارو زیانونه چې زدکړیالانو او استادانو ته وراوښتي وروسته له قرنطین څخه جبران کړي، د لوړو زده کړو په ځانګړي ډول غیرحضوري درسونو سیستم پیاوړتیا لپاره د خصوصي او دولتي بنسټونو تر منځ د بریالیو تجربو شریکول، له قرنطین وروسته په حضوري توګه د ۱۶ اوونیو درس بشپړول، په ځانګړي توګه د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د لوړو زده کړو بنسټونو چاپېریال رول لوبول، د زدکړیالانو روحیه غښتلي کول، د تحصیلي چارو پر مخ وړولو لپاره د امنیتي اندېښنو رفع کول او اعتماد جوړولو په هکله هدایت ورکړ.

هغې په همدې ډول د نیمروز لوړو زده کړو موسسې او بارک لوړو زده کړو موسسې د منظمو او ګټورو فعالیتونو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې د لوړو زده کړو په وزارت کې اړوند ریاست سره د خپلو کارونو او فعالیتونو نمونې شریکې کړي

په ناسته کې د یادو موسسو رییسانو د قرنطین مودې په بېلابېلو اړخونو کې خپل کاري راپورونه او مسوولیتونه د اکاډمیک تقویم او لوړو زده کړو وزارت لخوا شویو لارښود له مخې وړاندې کړل د زدکړیالانو چارو معین او د دې بنسټونو مسوولانو لخوا پوښتنې او ځوابونه وشول.

هغوی د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي څخه د ورته پروګرامونو جوړولو څخه مننه وکړه او په خپل ولایت کې د زده کړو خدمتونو پرمختګ داسې پروګرامونه ګټور وبلل او خپل یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم وړاندې کړې.

پوهندوی شهید زاده وویل چې د ورته ناستو لړۍ به دوام ولري او تر دې وروسته به په دایمي ډول له ټولو تحصیلي بنسټونو سره ترسره کېږي او ژمنه یې وکړه چې د دوی غوښتنې او ستونزې هوارېږي او ویې ویل چې په بله ناسته کې به د زدکړیالانو خدمتونو پروګرامونو او نورو موضوعاتو بحث وشي چې زدکړیالانو ته د لا ښې زده کړې اسانتیاوې برابروي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS