د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۷:۴۷
g

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري معین په مشرۍ جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د هغو ریاستونو د تشکیلاتو د اصلاح او نهایي کولو په برخه کې د بشري منابعو ریاست کاري راپور واورېد چې په تېرو غونډو کې یې په اړه بحث شوی و.

په دې غونډه کې د اجنډا له مخې د اطلاعاتو او عامه اړیکو، معلوماتي ټکنالوژۍ او جنډر ریاستونو د تشکیل طرحې پر نهایي کولو بحث وشو او نظرونه شریک شول چې تر یو لړ لازمو اصلاحاتو وروسته یادې طرحې په پرنسیپ کې تاییدې شوې.

همدارنګه په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې غړو د دغه وزارت د تشکیلاتي جوړښت پر څرنګوالي هم تخنیکي بحثونه وکړل چې د هېواد د لوړو زده کړو نظام سم مدیریت او کاري پروسه چټکه کړای شي او په دې برخه کې معقول وړاندیزونه وشول. همدارنګه پرېکړه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې یې جزئیات په کارپوهانه توګه وارزول شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS