د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۷:۳
g

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د دغه وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نور احمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه او د ریاست دفتر د جوړښت د بیاکتنې پر طرحه بحث او خبرې وشوي.

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال نور احمد دروېش وویل چې د ولسمشر په لارښوونه د غونډې موخه د دغه وزارت د ریاست دفتر د تشکیلاتو جوړښت بیا کتنه ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په همغږۍ به یې بیاکتنه وشي او تر یوې اوونۍ پورې به یې راپور ولسمشر ته وړاندې شي.

په غونډه کې د اجنډا سره سم د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست د اداري پراختیا آمر احمد جاوید قریشي د ریاست دفتر تشکیلاتي جوړښت د یوه پرېزنټېشن له لارې وړاندې کړ چې د دغه ریاست د تشکیلاتي جوړښتونو د لا اغېزناکتیا او بډایه کولو لپاره تخنیکي وړاندیزونه او نظرونه ورکړل شوي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د وظیفوی بیاکنتې آمر عبدالحسیب مسعودي وویل چې جوړښت باید د وزارت د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د معیارونو په پام کې نیولو سره ترتیب شي چې د دغه وزارت جوړښتونو ته ځواب ویونکي وي او بیا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون سره شریک شي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې غړو د ریاست دفتر د جوړښت د څرنګوالي په اړه هم تخنیکي بحثونه وشول چې وکړای شي اړوند کاري چارې په سمه توګه مدیریت او د کار پروسه ګړندۍ کړي او په دې برخه کې معقول وړاندیزونه وړاندې شول. همدارنګه پرېکړه وشوه چې په دې اړه به په راتلونکو غونډو کې په جزئیاتو خبرې وشي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS