د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۵:۶
ل

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښت څخه د بیاکتنې کمېټې غونډه نن د همدې وزارت د مالي او اداري معین په مشرۍ جوړه شوه.

 د  یادې کمېټې د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په دې اړه وغږېده او ویې ویل چې تر دې دمه د دغه وزارت د زیات شمېر مرکزي ادارو تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې د غړو د بیاکتنې او کارپوهنې  وروسته بشپړ شوی دی. نوموړي د بشري سرچینو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هغو ریاستونو له مسوولینو سره کار وکړي چې تر اوسه د دوی د تشکیلاتي جوړښت بیاکتنه نه ده شوې او راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

ورپسې له اجنډا سره سم د استادانو د ګومارنې او علمي ترفیعاتو ریاست، څېړنو او نوښتونو ریاست او د مقام د دفتر د ریاستونو د تشکیل پر طرحو بحث او خبرې وشوي او د لازمو اصلاحاتو وروسته تایید شوې.

همدارنګه په یاده غونډه کې د مالي او محاسبې، کورنۍ پلټنې او حقوقي سلا ریاست د تشکیلاتې جوړښت طرحه هم    وړاندې شوه چې د کمېټې د غړو له تخنیکي بحثونو وروسته د لا غور او کارپوهنې لپاره راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS