د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو د اوبو د کمښت د ستونزو د حل په موخه،د ژورې څاه د کېندلو پروژه د علمي معین او د لوړو زده کړو سرپرست له خوا پرانیستل شوه.
7/12/1443
15/4/1401
علمي معین او د لوړو زده کړو سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل،
د لوړو زده کړو وزارت په مرکزي دفترونو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته په پام سره د دغه وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه، چې د وزارت په انګړ کې د ۱۵۰ مترو په ژوروالي او ۱۴ انچه پراخوالي سره یوه ژوره څاه وکېندي، چې خوشبختانه نن یې کار پیل شو.
د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره، چې ټاکل شوې په ۲۵ کاري ورځو کې به بشپړه شي، د لوړو زده کړو وزارت د مرکز کارکوونکو د اوبو کمښت ستونزې هوارې شي.