د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو اجرایه مدیرانو ته د یاد وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لورې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د راپورونو د ترتیب او وړاندې کولو اړوند ښوونیز ورکشاپ دایر شو.

په دغه ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو اجرایه مدیرانو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په ادارو کې د پلان پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې هیڅ یوه اداره هم له پلان پرته خپل اهداف نشي ترلاسه کولای.
ورپسې د دغه وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست مسؤلینو اجنډا سره سم د ۱۴۴۵ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعالیتونو د تنظیم او د راپور څرنګوالي په اړه د یوه پریزنټیشن په ترڅ کې د ۱۴۰۲ هـ ش کال ترتیب شوی پلان وړاندې کړ. او د شمسي او قمري میاشتو ترمنځ توپیر او د 1402 کال په پلان کې د هغې تنظیم او ترتیب په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې او نظریات وړاندې کړل، چې د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د مسؤلینو له خوا یې پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.