د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو او تدریسي روغتونونو ۷۸ تنو کارمندانو ته له روزنیز ورکشاپه د فراغت سندونه وویشل شول.
دغه کارمندان له ۶ روزنیزو پروګرامونو(مدیریت او رهبرۍ، اداري مکتوبونو، د اسنادو مدیریت، د دفتردارۍ مهارتونو، په کاري چارو کې د انټرنیټ کارولو او مایکروسافټ ورډ) څخه فارغ شوي دي.
یادو کارمندانو ته د تصدیقونو د ویش په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري نوموړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې خپلې وړتیاوې په کاري چارو کې عملي او له خپلو نورو همکارانو سره یې هم شریکي کړي.
یاد مراسم د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسېدل.