د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي نوبتي ناسته تر سره شوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي نوبتي ناسته په داسې حال کې چې د دغه وزارت د محصلانو او مالي او اداري چارو معینانو، د وزارت د مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونو رئیسانو، د وزارت سلاکارانو، د آزموینو ملي ادارې رئیس او د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو د کمېسیون محترم غړي ګډون کړی و جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د شپږو طبي تحصیلي بنسټونو په اړه د ا.ا.ج. کابینې د پریکړې د پلي کولو د تعقیبي طرحې، د کابل حوزې د کانکور آزموینې اخېستلو په تړاو د پوهنتونو او د آزموینو ملي ادارې تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د وزارت د ویب سایټ له لارې له هیواده بهر د ماسټري او دوکتورا تیزسونو خپرولو، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې ریاست د لوګو د بدلولو، د هغو پراختیایې پروژو د وخت تمدید چې د کرونا وایرس د خپریدو له امله ځنډیلې وې او د دولتي پوهنتونو د ځينو استادانو د ستونزو د حلولو په اړه خبرې وشوې.
په سر کې د محصلانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د هغو شپږو خصوصي تحصیلي بنسټونو د طب څانګو د لغوه کیدو په اړه، د ا.ا.ج. کابینې پریکړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د کابینې د پریکړې د عملي کولو او د یادو شپږو خصوصي بنسټونو د ستونزې رفع کولو په موخه یوه جامع طرحه تدوین کړې چې دغو ستونزو ته د پای ټکی ږدي.
وروسته د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو د کمېسیون غړي محترم احمد ضیا یفتلي د شپږو خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزې د حل کولو له امله د لوړو زده کړو وزارت اقدامات وستایل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له دغې طرحې څخه ملاتړ کوي او غوښتنه يې وکړه چې ددغې ناستې نهایي پایلې له یاد کمېسیون سره په کتبې بڼه شریکې شي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ولایاتو او مرکزي پوهنتونو د استادانو د ستونزو حل کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له اړوندو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د اداري اصولو او مقرراتو سره سم په دې برخه کې چې هر څومره ژر کیږي اقدام وکړي او د استادانو او محصلانو ستونزې رفع کړي.